ایتوپیا او ایرتېریا وروسته له شلو کلونو جګړې د سولې هوکړه لاسلیک کړه او ملګرو ملتونو یې دا هوکړه تاریخي بللې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټنیو ګوټېرس ویلي، د ارتریا او ایتوپیا د مشرانو تر منځ د سولې هوکړه تاریخي لاسته راوړنه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې لا هم د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې داسې جګړې شته چې د لسیزو لپاره دوام لري او د خواشیني وړ دي.
په یادو مراسمو کې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز هم ګډون کړی و.
باید و ویل شي، چې د اټوپیا او اریتریا ترمنځ جګړه په ۱۹۹۸ م کال کې پیل شوه، چې تر اوسه یې لږ تر لږه اتیا زره کسان وژلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل