د روسيې یوه پوځي څارونکې الوتکه له ۱۴ تنه عملې سره د ختیځ مدیترانې د سمندر د پاسه د رادار له پردې لادرکه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې دفاع وزارت نن سه شبنې د وږي ۲۷ مه ویلي، دغه الوتکه په هم هغه وخت له رادار څخه ورکه شوه، کله چې اسرائیلي «اېف ۱۶» ډوله جنګي الوتکو د سوريي په لاذقیه ولایت کې بمباري کوله.
په ورته وخت کې سي.اېن.اېن د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې ښايي دا الوتکه په خطا سره د سوريې د دافع هوا ځواک لهخوا ویشتل شوي وي.
په سوریه کې مېشت د روسيې پوځ د لادرکه الوتکې د موندلو عملیات پیل کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل