د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

25 سنبله 1397 ساعت 13:38

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونده جوړه کړي، چې په کې به د افغانستان د روان حالت په اړه راپور وړاندې شي.


ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه یوه غونده جوړه کړي، چې په کې به د افغانستان د روان حالت په اړه راپور وړاندې شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونډه سبا دوشنبې د وږي ۲۶ مه د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې په نیویارک کې جوړېدونکې ده.

د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت يا يوناما په يوه اعلاميه کې ويلي د غونډې پر مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتیريش پر تازه راپور چې د افغانستان په باب دى، بحث کېږي.

سرچینې زیاته کړې، د دې غونډې په يوه برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى تاداميچي ياماموتو هم خپل راپور وړاندې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108319

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108319/

جمهور
  https://www.jomhornews.com