۰

د ۸۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت ۸ پروژو منظورې شوې

یکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۶
د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت ۸ بېلا بېلې پروژو منظورې کړې دي.
د ۸۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت ۸ پروژو منظورې شوې
د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت ۸  بېلا بېلې پروژو منظورې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي تدارکاتو کمېسیون پرون شنبې د وږي ۲۴ مه ماښام په ارګ کې غونده درلوده او په کې یې ۱۰ تدارکاتي مورده وارزول.

له ارګ نه خبره شوې خبرپاڼه وایي، د غوندې په پای کې له ۱۰ مواردو څخه ۸ پروژې چې ۸۲۱ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي منظورې شوې.

په دې کې د لوړو زده کړو وزارت د ریفورم پروژې په ګډون د عامې روغتیا وزارت د صحي تاسیساتو د اړتیا وړ طبي مصرفي موادو د تهیه او تدارک پروژې د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه.

د فواید عامې وزارت اړوند د ۸۲ کیلو مترو په اوږدوالي د قیصار-لامان حلقوي سړک اول او دویم سکشن ډېزاین د مشورتي خدمتونو پروژې د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه.

په درې لاټونو کې د ملي دفاع وزارت د جنراتورونو د اساسي، متوسطه او متفرقه ترمیماتو لپاره د لازمو ضمني خدمتونو او اجناسو د تهیه او تدارک پروژې د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه.

د ملي اردو د ساحوي قطعاتو او جزوتامونو د ۱۳۹۷ مالي کال د اشپزخانې د اړتیا وړ درې قلمه سون توکو د تهیه او تدارک پروژې د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه.

د ملي دفاع وزارت د مخابرې ریاست د ستراتیژیکو اړیکو د نوري فایبر د ساحوي او مرکزي شبکې د ۴۳ سایټونو د کېبل تمدید د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه.

خبرپاڼه وايي، دغه راز د ملي تدارکاتو کمېسیون د کور او ښار جوړولو وزارت د تصدیو لپاره د صلاحیتونو د زیاتوالي منظوري تائید کړه او د تصدیو له کار څخه یې د مدني ټولنو او خلکو پر لا زیاتې څارنې ټینګار وکړ.

سرچنیه کاږي یاد کمېسیون د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي ادارې اړوند د ۶۵۰ بایومتریک پایو د اخیستو پروژې د ورکړې قرارداد د منظورۍ غوښتنه د لا زیاتې تخنیکي ارزونې په موخه بېرته وروګرځوله.

په خبرپاڼه کې ویل شوي ملي تدارکاتو کمېسیون د کابل ښاروالۍ د ښاري ترانسپورټ د ښه موثریت پروژې اړوند  د ۳،۹۶ کیلومتره سړک د دولسم لاټ اسفالت پروژې د جوړولو د ورکړې قرارداد غوښتنه رد کړه.

په ورته وخت کې خبرپاڼه ولسمشر په خپلو خبرو کې یوځل بیا د خصوصي سکتور پر ملاتړ ټینګار وکړ.

ښاغلي غني ویلي، چې د کارموندنې او داخلي شرکتونو لپاره د فرصت رامنځته کولو په خاطر دغه پروژې باید داخلي شرکتونو ته د داوطلبۍ  لپاره وړاندې شي.

خبرپانه وايي، د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنۍ پرېکړې د راپور د تحقق په موخه د افغان ټيلي کام شرکت د اړتیا وړ د سیمکارت او سکرچ کارت د برابرولو او د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قومندانۍ د دېوال احاطې او پلچک ساختماني چارو د ورکړې د منظورۍ پروژې قراردادونه  منظور کړل.

باید و ویل شي، چې په دې غونډه کې د ملي شورا د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي