۰
د کورنیو چارو وزارت:

د هغو کسانو پر وړاندې به ځواک وکارول شي، چې د ټاکنو دفترونه تړي

یکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۹
د کورنیو چارو وزارت وايي، د هغو کسانو پر وړاندې به له ځواک او زور څخه کار واخستل شي، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اړوند دفترونه تړي او د کار مخنیوی یې کوي.
د هغو کسانو پر وړاندې به ځواک وکارول شي، چې د ټاکنو دفترونه تړي
د کورنیو چارو وزارت وايي، د هغو کسانو پر وړاندې به له ځواک او زور څخه کار واخستل شي، چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اړوند دفترونه تړي او د کار مخنیوی یې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال اختر محمد ابراهیمي زیاتوي، چې هرڅوک د مدني اعتراض حق لري او کولای یې شي، خو ټاکنیز دفترونه نه شي بندولی.

د هغه په وینا ټاکنې د هېواد لپاره یوه ملي پروسه ده او پر وړاندې یې خنډونه جوړول او یا هم د ټاکنیزو دفترونو بندول د منلو نه دي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړې« ټاکنې د هېواد لپاره یوه ملي پروسه ده، د هېواد ټول امنیه قومندانان د هېواد له ټولو امنیتي ځواکونو سره د خلکو په حمایت مکلف ګڼل کېږي چې د ټاکنو د دفترونو بشپړ امنیت وساتي او د ضرورت په وخت کې کولی شي ددغو دفترونو د بشپړ امنیت لپاره قوه هم استعمال کړي او د ټاکنو کمیسیون ټول کارکوونکي وکړای شي خلکو ته د ټاکنو ټولې اسانتیاوې وړاندې کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د لوی ملي ایتلاف په نامه د سیاسي ټلوالې پلویانو د شنبې په ورځ کندهار، هرات، بلخ او کندوز کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي او اعتراضونه یې پیل کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون وايي، د دغه دفترونو تړل د ټاکنو د ځنډ په مانا ده او هر څوک چې دا کار کوي، راتلونکي کې به یې مسوولیت هم د هغوی پر غاړه وي.

د یاد کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیا نن شنبې د وږي ۲۵ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې نور باید د دفترونو د تړولو فرهنګ بای ته ورسول شي، ځکه دغه کار د ټاکنو د ځنډ سبب ګرځي او کمېسیون یې د یوې ورخې زغم هم نه لري.

هغه پر حکومت غږ وکړ، چې په ولایتونو او ولسوالیو کې د هغه زورواکانو جدي مخیوی وکړي، چې د خپلو غوښتنو له پاره د کمېسیون پر کارکوونکو فشارونه راوړي او درغلې ته لار هواروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي