۰
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس:

حکومت دې د زورواکو مخه ونیسي او د ټاکنیزو دفترونو د تړلو فرهنګ د پای ته ورسول شي

یکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۱
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس وايي، د ټاکنیزو دفترونو د تړولو فرهنګ نور باید پای ته ورسول شي، ځکه د دغه دفترونو تړل د کمېسیون چارې ټکنۍ کوي او د ټاکنو د ځنډ سبب ګرځي.
حکومت دې د زورواکو مخه ونیسي او د ټاکنیزو دفترونو د تړلو فرهنګ د پای ته ورسول شي
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس وايي، د ټاکنیزو دفترونو د تړولو فرهنګ نور باید پای ته ورسول شي، ځکه د دغه دفترونو تړل د کمېسیون چارې ټکنۍ کوي او د ټاکنو د ځنډ سبب ګرځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ګلا جان عبدالبدیع صیاد چې نن یکشنبې د وږي ۲۵ مه یې کابل کې خبري غونده کې خبرې کولې، هر څوک، هر سیاسي ګوند او ډله چې ټاکنیز دفترونه تړي او د کمېسیون د کار پر وړاندې خنډونه جوړوي کمېسیون ته نور ان د یوې ورځې له پاره هم د زغملو نه دي.

نوموړي و ویل، که څوک او یا کوم سیاسي ګوند دغه کار کوي او له امله یې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ځنډېږي نو د ټاکنو د ځنډ او بل هر ډول ستونزې مسؤولیت به د همدې ډلې او ګوند پر غاړه وي.

ښاغلي صیاد د سیاسي ګوندونو په اړه و ویل، چې دغه ګوندونه مخکې له دې چې نندارې جوړې کړي لومړی دې خپلې غوښتنې او ستونزې د کمېسیون سره شریکې کړي تر څو حل لارې ورته وموندل شي.

ده و ویل ځینې سیاسي ګوندونه او سیاسیون د دې پر ځای چې د ټاکنو په تړاو خپلې اندېښنې له کمېسیون سره شریکي کړي، په رسنیو کې منفي تبلغات کوي او غواړي عامه افکار مغشوش کړي.

نوموړي زیاته کړه«موږ له ټولو سیاسونو او سیاسي ګوندونو او ټولنو غواړو چې خپلې اندېښنې او معقولې غوښتنې له موږ سره شریکې کړي، نه دا چې په رسنیو کې نندارې جوړې کړي، نور باید دا د ټاکنیزو دفترونو د تړلو فرهنګ پای ته ورسول شي، ځکه دا د کمېسیون د کار د خنډ او د ټاکنو د ځنډ سبب کېږي او که چېرته ټاکنې ځنډېږي نو مسوولیت به یې زموږ پر غاړه نه، بلکې همدوی پر غاړه وي، کمېسیون نور ان د یوې ورځې له پاره هم د خپلو دفترو د تړلو زغم نه لري.»

دغه راز صیاد پر حکومت هم غږ وکړ، چې د دغه ستونزې د لمنځه وړلو او مخنیوي له پاره جدي ګامونه پورته کړي، ځکه د دفترونو تړل د ټاکنو د ځند سبب کېدای شي.

کمېسیون له حکومته دا هم وغوښتل، چې خپلو ټولو والیانو او ولسوالانو ته جدي سپارښتنې وکړي، تر څو په ولایتونو او ولسوالیو کې د هغه زورواکو مخنیوی وکړي، چې د کمېسیون پر کارکوونکو فشارونه راوړي، خپلې غوښتنې پرې مني او درغلي کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر یو ځل بیا پر سیاسیون او سیاسي ګوندونو غږ وکړ، چې هر ځای کې د هرې ستونزې د حل په موخه له دوی سره خبرو ته کېني دوی ورته حاضر دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې کمېسیون رڼو او شفافو ټاکنو ته ژمن دی او د همدې هدف له پاره شپه او ورخ کار کوي، تر څو داسې ټاکنې تر سره کړي، چې ولس او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي.

هغه و ویل«له سیاسیون او سیاسي ګوندونو غواړو، چې زموږ په هره غونده کې ګډون وکړي، نظارت دې وکړي موږ یې جدي نظارت غواړو، خپلې اندېښنې دې راسره شریکې کړي او که چېرته دا کار نه کوي او په رسنیو کې انتقادونه کوي او غواړي دا ملي پروسه زیانمنه او تر سوال لاندې راولي، دا نور موږ ته د منلو نه دي.»

دغه راز صیاد، له دیني علمانو، قومي مخورو، مدني ټولنو، سیاسیونو او په ټول کې له ولس څخه جدي وغوښتل، چې د هغه تخریبي افکارو او نظریاتو په مخنیوي کې له کمېسیون سره مرسته وکړي، چې غواړي دا ملي پروسه تر سوال لاندې راولي.

هغه و ویل«کمېسیون ژمن دی، دا امانت به هغه چا ته سپارل کېږي، چې وړتیا یې لري، موږ غواړو داسې ټاکنې تر سره کړو چې ولس او نړیوالې تولنې ته د منلو وي، خو په دې برخه کې د ولس، مشرانو، دیني عالمانو، مدني ټولنو، رسنیو او په ټول کې د نړیوالې ټولنې مرسته اړینه ده.»

په ورته وخت کې صیاد د هغه درغلیو او قانوني سرغړونو په اړه چې د نوم لیکنې د پروسې، قره کشۍ او پر تذکرو د سټېکرونو د لګولو په برخه کې شوې و ویل، چې په دې برخه کې جدي څېړنې روانې دي او ډېر ژر به هغه کسان او د کمېسیون کارکوونکي څارنوالۍ ته ورمعرفي شي، چې درغلي یې کړې او یا یې درغلۍ ته زمینه برابره کړې ده.

هغه و ویل، چې کمېسیون د ۸ میلیونه رایه ورکوونکو نوم لړ چاڼ کړی او د ډېټابس ته یې داخل کړی دی او د پاتې یو میلیون او ۷۵ زره نورو کسانو نومونو د ډیټابېس کولو چارې هم روانې دي، چې په یوه اوونۍ کې به پای ته ورسېږي.

صیاد زیاته کړه، چې تر اوسه پورې د څلور ولایتونو، سرپل، پنجشېر، زابل او فراه ولایتونو د نوم لیکنې پروسه چاڼ او تصفیه شوې او د نورو هم کار روان دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر د خپلو خبرو په پای کې له امنیتي ارګانونو او امنیتي ځواکونو مننه وکړه، چې تر اوسه پورې یې له دوی سره پوره همکاري کړې، خو په ورته وخت کې یې له امنیتي ارګانونو جدي غوښتنه وکړه، چې د ټاکنو د ټولې پروسې امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز هغه پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ، چې هم د امنیت، هم د شفافیت او هم ټاکنیزو دفترونو او حوزو ته د ټاکنیزو موادو په رسولو کې له کمېسیون سره همکاري او مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي