۰
ډيلي کالر:

افغانستان کې روانه جګړه د امریکا پر ضد د پاکستان جګړه ده

یکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۲
یوې امریکايي رسنۍ په یوه مقاله کې لیکلي، چې د افغانستان جګړه په اصل کې د امریکا پر وړاندې د پاکستان جګړه ده او له دې جګړې د امریکا په شا کېدل ستر شرم دی.
افغانستان کې روانه جګړه د امریکا پر ضد د پاکستان جګړه ده
یوې امریکايي رسنۍ په یوه مقاله کې لیکلي، چې د افغانستان جګړه په اصل کې د امریکا پر وړاندې د پاکستان جګړه ده او له دې جګړې د امریکا په شا کېدل ستر شرم دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډیلي کالر په نامه دغه امریکايي رسنۍ په دې مقاله کې زیاته کړې، ټولو ته معلومه ده، چې وسله والې ډلې په پاکستان کې روزل کېږي، تهجیز کېږي او مرکزونه لري.

د رسنۍ په وینا وسله والې ډلې په پاکستان کې تر روزنې او تجهیز وروسته د افغان حکومت او امریکا پر وړاندې افغانستان ته راځي او جګړه کوي.

دغه رسنۍ زیاته کړې، چې همدې مسلې ته په کتو ویلی شو، چې په افغانستان کې روانه جګړه د امریکا پر وړاندې د پاکستان جګړه ده او که امریکا ترې په شاه کېږي نو ستر شرم به وي.

ډیلي کالر د افغانستان د ستونزې حل په دې کې بولي چې پر پاکستان سیاسي او اقتصادي فشارونه ډېر شي او دغه هېواد د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

په ورته وخت کې نشریه د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې هله ګټورې بولي چې پاکستان پکې مداخله و نه کړي او طالبان د خپلې خوښې پرېکړې ته ازاد پرېښودل شي.

باید و ویل شي پرون د کونسل ان فورین رلېشن په نامه یوې وېبپاڼې پخپله یوه مقاله کې لیکلي، تر چې پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس وانخلي د افغانستان د روانې جګړې پای ته رسول ستونزمن کار دی.

دغه ویبپاڼې زیاته کړې وه، چې پاکستان د خپلو ګټو لپاره طالبان په افغانستان کې د یوه قوي لوبغاړي په توګه ساتلي او ملاتړ یې کوي.

په ویبپاڼه کې راغلي پاکستان یو په افغانستان کې د خپلو ګټو ساتلو په خاطر او بل د هند له وېرې د طالبانو ملاتړ کوي او دوی یې قوي ساتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي