۰
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:

کابل ته مې سفر ګټور وو، پوه شوم چې د اړیکو ترینګلتیا مو لرې شوه

یکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۳
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته خپل سفر ګټور بللی او ویلي یې دي، د سفر په ترڅ کې په دې پوه شو، چې د کابل او اسلام آباد تر منځ اړیکو باندې غوړېدلي سیوري لرې شول.
کابل ته مې سفر ګټور وو، پوه شوم چې د اړیکو ترینګلتیا مو لرې شوه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته خپل سفر ګټور بللی او ویلي یې دي، د سفر په ترڅ کې په دې پوه شو، چې د کابل او اسلام آباد تر منځ اړیکو باندې غوړېدلي سیوري لرې شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي پرون شنبې د وږي ۲۴ مه کابل ته په یوه ورځني سفر راغلی او د ولسمشر غني، افغان اجرائیه رییس، د بهرنیو چارو وزیر او نورو افغان چارواکو سره یې وکتل.

نوموړي کابل کې له افغان چارواکو
قریشي خپل هېواد ته له رسېدو وروسته ویلي، چې کابل ته یې سفر خورا ګټور او زیاته کړې یې ده« د دې سفر په لړ کې په دې پوی شوم چې زموږ پر اړیکو غوړېدلي سیوري لرې شول، موږ د دواړو هیواونو د خلکو د ښېګڼې لپاره لاړو او یوځای به له ګډو ستونزو سره مبارزه وکړو.»
سره د دوه اړخیزه اړیکو پر ښه کېدو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، افغان سولې او ځينو نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

قریشي خپل هېواد ته له رسېدو وروسته ویلي، چې کابل ته یې سفر خورا ګټور او زیاته کړې یې ده«  د دې سفر په لړ کې په دې پوی شوم چې زموږ پر اړیکو غوړېدلي سیوري لرې شول، موږ د دواړو هیواونو د خلکو د ښېګڼې لپاره لاړو او یوځای به له ګډو ستونزو سره مبارزه وکړو.»

په ورته وخت کې د پاکستان راډیو ویلي، چې قریشي د افغان ولسمشر سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې د امنیت او سولې پر اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.

قریشي له ولسمشر غنی سره د ناستې په اړه ویلي، له ښاغلي غني سره د خبرو یوه نتیجه دا ده، چې  دواړه هېوادونه به وروسته له دې چې په اکتوبر کې د افغانستان اقتصادي کمېسیون پاکستان ته سفر وکړي، خبرو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر  د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د ګډ اقتصادي کمیسیون جوړېدل یې ضروري وبلل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي