۰
ډاکتر عبدالله:

د پاکستان نوی حکومت له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی

یکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۰
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د پاکستان نوی حکومت چمتو دی، د افغانستان د روان وضعیت په ښه کولو کې همکاري وکړي.
د پاکستان نوی حکومت له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د پاکستان نوی حکومت چمتو دی، د افغانستان د روان وضعیت په ښه کولو کې همکاري وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره تر لیدنې وروسته کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرشي پرون شنبې د وږي ۲۴ مه کابل ته په یوه ورځني سفر راغلی و او له ولسمشر غني، اجرائیه رییس عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر رباني او ځینو نورو افغان چاورکو سره ولیدل.

په دغه ناستو کې دواړو لورو یو تر بله د اړیکو پر ټینګېدا، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، افغان سولې او دغه راز ځینو نورو مسایلو خبرې اترې کړي دي.

د اجرائیه ریاست د خبر پانې پر بنسټ ښاغلي عبدالله له قریشي سره تر لیدنې وروسته ویلي، چې د پاکستان نوی حکومت له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.

په ورته وخت کې خبرپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي له قوله ویلي، که څه هم د اسلام آباد او کابل اړیکې ترینګلې دي، خو له دې سره سره اسلام آباد چمتو دی، چې له افغانستان سره د دغه هېواد د وضعیت په ښه کولو کې همکاري وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال د افغانستان د وضعیت په ښه کولو کې پر همکارۍ ټينګار کوي او افغان چارواکي ورته خوشبینه دي، چې د شنونکو په وینا هېکله هم د افغانستان سره ریښتینی نه دی، او د خپلو ګټو د تر لاسه کولو له پاره ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې دوه ګونی چلند کوي.

شنونکي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وروستي سفر ته په اشارې سره ویلي، دا چې پاکستان دا مهال د امریکا تر سختو اقتصادي فشارونو لاندې دی نو غواړي له دغه فشارونو په یوه نه یوه ډول ځان خلاص او خپله پخوانی پالیسي تعقیب کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي