سیمه ییز چارواکي وايي، زابل ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه هوايي برید کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ویلي، برید پرون شنبې د وږي ۲۴ مه ماښام مهال د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې افغان ځواکونو په یاده ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو موټر په نښه کړی او بمبار یې پرې کړی دی.
دی زیاتوي، چې په دغه برید کې د یوه قوماندان په ګډون ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د زابل د والي ویاند وايي، په برید کې د وسله والو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:زابل