سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د یوه مقناطسي ماین په چاودنه کې دوه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون شنبې د وږي ۲۴ مه ماښام مهال د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د لومړي امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د بست روغتون ته څېرمه رامنځ ته شوې.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، چاودنه د پولیسو په یوه شخصي موټر کې د اېښودل شوي چسپکي ماین له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپی شوی دی.
تر اوسه د چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:هلمند