۰

فراه کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې ده

شنبی ۲۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۹
سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې، چې پنځه تنه خدمه یې وژل شوي دي.
فراه کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، فراه ولایت کې د افغان پوځ یوه چورلکه لوېدلې، چې پنځه تنه خدمه یې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه چورلکه پرون جمعه د وږي ۲۳ مه ماښام مهال د فراه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ په رنج کلي کې لوېدلې ده.

د فراه د ولایتي شورا غړی دادالله قانع وايي، چورلکه له هراته – فراه ته په هوا وه، چې په یاد سیمه کې یې لومړی بېړنۍ ناسته کړې او وروسته طالبانو ولکه کړې ده.

هغه د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو ځینې سرچینې وايي، چورلکه لوېدلې او پنځه تنه خدمه یې وژل شوي دي.

طالبانو ویلي، چورلکه دوی ویشتې او په کې سپاره افغان پوځیان یې وژلي، خو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي