۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن کابل ته راځي

شنبی ۲۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۲
ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره پر یو لړ موضوعاتو بحث او خبرې وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن کابل ته راځي
ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره پر یو لړ موضوعاتو بحث او خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ وايي، قریشي به نن شنبې د وږي ۲۴ کابل ته لاړ شي او له ولسمشر غني، اجرائیه ریس عبدالله او خپل سیال صلاح الدین رباني سره به وګوري.

د دغه رسنیو په باور نوموړی به له افغان چارواکو سره د سولې، ترهګرۍ ضد مبارزې، دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، ګډو اقتصادي مسایلو او نورو مواردو باندې بحث ولړي.

ویل کېږي، نوموړی د ډیورنډ د ستونزې او په دغه برخه کې د ترهګرو پر تګ راتګ هم له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

هغه به همدا راز د دوه اړخیزو اړکو په اړه د خبرو په ترڅ کې په جلال اباد کې د دغه هېواد د تړل شوې کونسلګرۍ په اړه هم خبرې وکړي.

قریشي پر داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې ویل کېږي نوموړي افغانستان ته له سفر وړاندې په اسلام آباد کې له خپلو ملکي او نظامي چارواکو سره هم یوه غونډه درلوده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي