۰

کندهار او اروزګان کې ۳۵ وسله وال وژل شوي دي

پنجشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۳
ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې په کندهار او اروزګان ولایتونو کې ۴۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار او اروزګان کې ۳۵ وسله وال وژل شوي دي
 ملي دفاع وزارت وايي، د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې په کندهار او اروزګان ولایتونو کې ۴۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن پنشنبې د وږي ۲۲ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې افغان هوايي ځواک د کندهار په میوند او د اروزګان د مرکز ترینکوت شمال لور ته پر طالبانو هوايي بریدونه کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په میوند ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۱ ټپیان، درې موټره او یو میل دهشکه یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز په خبرپانه کې راغلي، چې د اروزګان مرکز ترینکوټ شمال ته د هوايي برید په ترڅ کې ۱۷ وسله وال وژل شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي