۰

هند په هرات کې د مسو کشف او استخراج په برخه کې کار کوي

پنجشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۸
راپورونه وايي، هرات کې د مسو د کانونو اکتشاف او استخراج پيليږي او دغه کار له پاره هند غواړي، چې یاد کان وپلټي.
هند په هرات کې د مسو کشف او استخراج په برخه کې کار کوي
راپورونه وايي، هرات کې د مسو د کانونو اکتشاف او استخراج پيليږي او دغه کار له پاره هند غواړي، چې یاد کان وپلټي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې موخه پرون د هند په ممبيي کې د کانونو وزارت او یوه هندي شرکت ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.

دغه هندی شرکت به په هرات کې د مسو کانونو پلټنه کوي او تر هغه وروسته به یې په استخراج کې فعالیت پيلوي.

هند غواړي په افغانستان کې خپله پانګونه ډېره کړي او تر ډېره د هند حکومت دې ته زړه ښه کوي، چې په افغانستان کې پر بنسټیزو پروژو کار وکړي.

د هند په ممبيي کې د افغان او هندي توکو پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی.

ټاکل شوې چې په دغه نندارتون کې ګڼې هوکړې لاسلیک شي.

پرون د برېښنا په برخه کې هم د افغان او هندي اړخ تر منځ یو قرار داد لاسلیک شوی و.

هند له چین او جنوبي کوریا هم غوښتي وو، چې په افغانستان کې ورسره په ګډه سترې پروژې پيل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي