۰

ام- ډي شرکت افغان هوایي ځواکونو ته ۵ جنګي چورلکې سپارلې

پنجشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۲
د ام-ډي هلیکوپټرز په نوم یوه امریکایي شرکت وايي، پنځه نوې جنګي هلیکوپټرې یې د افغانستان هوایي ځواک ته سپارلې دي.
ام- ډي شرکت افغان هوایي ځواکونو ته ۵ جنګي چورلکې سپارلې
د ام-ډي هلیکوپټرز په نوم یوه امریکایي شرکت وايي، پنځه نوې جنګي هلیکوپټرې یې د افغانستان هوایي ځواک ته سپارلې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد شرکت په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دغه پنځه نوې الوتکې د اګسټ په ۸ مه نیټه افغانستان ته رسیدلې او د کندهار په هوایي ډګر کې د افغانستان هوایي ځواکونو ته سپارل شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه چورلکې د نوي نسل برخه ده چې په پرمختللو تجهیزاتو او برېښنایي سیسټمنو سمبالې دي.

باید و ویل شي، چې افغان حکومت او د افغانستان متحدینو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي