۰

کلیفورنیا کې یوه وسله وال پنځه تنه په ډزو وژلي

پنجشنبه ۲۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۲
د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یوه وسله وال کس د خپلې مېرمنې په ګډون پنځه کسه په ډزو وژلي دي.
کلیفورنیا کې یوه وسله وال پنځه تنه په ډزو وژلي
د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یوه وسله وال کس د خپلې مېرمنې په ګډون پنځه کسه په ډزو وژلي دي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کلیفورنیا امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي وسله وال په یوه پلورنځي کې لومړی پر خپله مېرمن او دوو نورو کسانو برید کړی دی او وروسته د تېښتې پر مهال دوه کسه نور ویشتلي دي.

پر لار یې غوښتي چې یوه مېرمن او ماشوم یې هم په موټر و وهي خو نه دی بریالی شوی او تر نیول کېدو وړاندې یې ځان هم وژلی دی.

امنیتي سرچینې وایي دوی د پېښې پلټنه پیل کړې ده او نور معلومات به وروسته له خلکو سره شریک کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي