د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یوه وسله وال کس د خپلې مېرمنې په ګډون پنځه کسه په ډزو وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کلیفورنیا امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي وسله وال په یوه پلورنځي کې لومړی پر خپله مېرمن او دوو نورو کسانو برید کړی دی او وروسته د تېښتې پر مهال دوه کسه نور ویشتلي دي.
پر لار یې غوښتي چې یوه مېرمن او ماشوم یې هم په موټر و وهي خو نه دی بریالی شوی او تر نیول کېدو وړاندې یې ځان هم وژلی دی.
امنیتي سرچینې وایي دوی د پېښې پلټنه پیل کړې ده او نور معلومات به وروسته له خلکو سره شریک کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل