د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان او هند تر منځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او اقتصادي همکاریو ټینګار وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې نن سه شنبې د وږي ۲۱ مه د هند په ممبیي کې د افغان او هندي توکو دویم ګډ نندارتون د پرانستې په مراسمو کې وکړې.
نوموړي و ویل، افغانستان او هند پخپلو کې ښې اړیکې لري او د دې تمه ده، چې د سوداګرۍ په برخه کې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې پراخې او او ګټورې شي.
دغه راز په یادو مراسمو کې کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم د افغانستان او هند تر منځ اړیکې مهمې وبللې او ویې ویل چې د افغانستان متحدین به د دغه هېواد د اقتصادي ودې لپاره خپلې همکارۍ و نه سپموي.
د امریکا سفیر زیاته کړه، چې دغه ډول نندارتونونه په نړیواله کچه افغان توکو ته د بازار موندنې په برخه کې مهم او ګټور دي.
باید و ویل شيو چې د افغان او هندي توکو دغه نندارتون په ممبيي ښار کې پرانیستل شو او تر پنځو ورځو به پرانیستی وي.
په هغه کې د افغانستان او هند توکي نندارې ته اېښودل شوي او ټاکل شوې چې افغان سوداګر هلته ګڼې هوکړې هم لاسلیک کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل