ځینو امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ښايي یو نوی اجرائیه فرمان صادر کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي دغه فرمان پر هغه بنسټونو او بهرنیانو د بندیزونو په اړه دی، چې د امریکا په تېرو ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې ده.
رویټرز اژانس او وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه وايي، ښايي ولسمشر ټرمپ نن سه شنبې د سپټمبر ۱۲ دا فرمان لاسلیک کړي، چې له مخې به یې پر هغه بنسټونو او بهرنیانو بندیزونه ولګول شي، چې د امریکا په تېرو ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې ده.
یوه امریکايي چارواکي چې نومیې نهدی یاد شوی رویټرز ته ویلي چې دا بندیزونه په هغو شرکتونو او خلکو لګېږي چې په هککولو یا د انتخاباتو پر وخت له ځینو نورو لارو په لاسوهنو تورن وي.
له دې مخکې د امریکا متحده ایالتونو استخباراتي ادارو ویلی چې روسیې د سایبري او تبلیغاتي کمپاین له لارې د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده.
د امریکا امنیتي ادارو ګواښ کړی چې ښايي د کانګرس سږني انتخابات هم چې د نوومبر په شپږمه کېږي د بهرنیانو د لاسوهنې له خطر سره مخ وي.
جمهورخبري آژانس:کابل