۰

روسیه او چین له دې وروسته د ډالر پر ځای خپلې پیسې کاروي

چهارشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۹
مسکو او بېجنګ پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به په خپلو سوداګریزو معاملو کې د دواړو هېوادونو له ملي پیسو ګټه اخلي.
روسیه او چین له دې وروسته د ډالر پر ځای خپلې پیسې کاروي
مسکو او بېجنګ پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به په خپلو سوداګریزو معاملو کې د دواړو هېوادونو له ملي پیسو ګټه اخلي.

د جمهور خبري آژانس د له مخې دغه توافق روسیې ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ د سفر پر مهال نوموړي له خپل روسیي سیال ولادیمیرپوتین سره کړی دی.

پوتین او پینګ تر لیدونو وروسته په یوه ګډه خبري غونده کې و ویل، چې له دې وروسته به چین او مسکو له دې وروسته په خپلو سوداګریزو معاملو کې ددواړو هېوادونو له ملي پیسو ګټه اخلي.

د روسیې ولسشمر و ویل، چې له دې وروسته تجارت په ډالرو یا یورو نه کوي او ټول معاملات به د دواړو هېوادونو په ملي پیسو ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا پرېکړه یې په ډېرو حساسو شرایطو کې کړې ده، خو سره له دې یې د هېواد راتلونکې ته ګټوره ده.

باید و ویل شي، چې له ترکیې او ایران وروسته، روسیه او چین هم پرېکړه کوي، چې په خپلو منځو او له روسیې سره په سوداګرۍ کې به د ډالر پر ځای له خپلو ملي پولي واحدونو کار اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي