۰

پاکستان کې د خبرئن ورځپاڼې یو مهم لیکوال وژل شوی دی

چهارشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۷
راپورنه وايي، له پاکستان د خپرېدوونکي اردو ژبې ورځپاڼې خبرئن ورځپاڼې یو مهم لیکوال محمد سیعد بات د نامعلومه وسله والو کسانو په دزو وژل شوی دی.
پاکستان کې د خبرئن ورځپاڼې یو مهم لیکوال وژل شوی دی
راپورنه وايي، له پاکستان د خپرېدوونکي اردو ژبې ورځپاڼې خبرئن ورځپاڼې یو مهم لیکوال محمد سیعد بات د نامعلومه وسله والو کسانو په دزو وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لیکوال سعید بات پرون سه شنبې د وږي ۲۰ مه د پاکستان د پنجاب ایالت په خانیوال ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د پنجاب پولیسو ویلي، د اردو ژبې خبرئن ورځپاڼې لیکوال محمد سعید بات په خانیوال ولسوالۍ کې خپل استوګڼځای ته نېږدې د وسله والو تر برید لاندې راغلی او وژل شوی دی.

پولیس وايي، برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي خو د دغه قتل سره د تړاو په تور درې تنه نیول شوي، چې دا مهال پوښتنې ترې روانې دي.

په ورته وخت کې د پنجاب خبریالانو، خبري ټولنو او د رسنیو مسوولینو د پاکستان له قضایه قوې جدي غوښتنه کړې، چې د دغه پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي