۰

د سرپل خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دی

چهارشنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۰
سیمه ییز چارواکي وايي، د سرپل سلګونو اوسېدونکو په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي پاڅون کړی دی.
د سرپل خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی دی
سیمه ییز چارواکي وايي، د سرپل سلګونو اوسېدونکو په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي پاڅون کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني رسنیو ته ویلي، چې یاد کسان له وسله والو طالبانو په تنګ شوي وو ، نو ځکه یې پر وړاندې وسله پورته کړې ده.

اماني وايي، ولسي پاڅون کوونکو پر خپلو شخصي پیسو وسلې او مهمات اخیستي دي خو په خبره یې حکومت یې ملاتړ کوي او دوی چې هر راز مرستو ته اړتیا ولري حکومت به یې ترې دریغ نه کړي.

د هغه په وینا په سرپل کې تر دې وړاندې هم د طالبانو ضد پاڅونونه شوي وو، خو د دومره کسانو په شمېر دا په ټول هېواد کې لومړنی پاڅون دی چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې کېږي.

په ورته وخت کې پاڅون کوونکو ویلي، چې د حکومت ملاتړ کوي او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به د خپل ولایت د ساتلو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي