نامعلومه وسله والو کسانو پلازمېنه کابل کې د غزني ولایت د ښاري محکمې د جزاء دیوان رییس فضل کریم حنفي په ډزو وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د وږي ۱۹ مه د کابل ښار د کمپنۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
راپورنه وایي، ناپېژانده وسله والو د غزني ولایت د ښاري محکمې د جزاء دیوان رییس قاضي فضل کریم حنفي د کابل په کمپۍ سیمه کې خپل کور ته نېږدې وژلی دی.
تر اوسه د کابل امنیتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د غزنی والي وحیدالله کلیمزي پر خپله فسبوک پاڼه د فضل کریم حنفي د وژل کېدو پخلی کړی دی.
ښاغلي کلیمزي ویلي، چې د هېواد او ولس دښمنانو تېره ورځ د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې د غزني ولایت د ښاري محکمي د جزاء دیوان رئیس قاضي فضل کریم حنفي په شهادت رسولی دی.
نوموړي ویلي، قاضي صاحب حنفي پر هیواد او ولس مین او یو خدمتګار شخص و د عمر ډیری برخه یې زموږ دردیدلي ولس او هیواد ته د خدمت په لاره کې تیره کړي وه او نشتون یې یوه لویه ضایعه او تشه ده.
د غزني ولایت مقام د دغي کرغیړني پیښي د غندني ترڅنګ شهید ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل