راپورونه وايي، په ننګرهار ولایت کې د لاریون کوونکو په منځ کې ځانمرګی برید شوی، چې تر اوسه پورې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن سه شنبې د وږي ۲۰ مه ماسپښین مهال جلال آباد – تورخم پر لویه لار د ننګرهار ولایت په مومند دره ولسوالۍ کې رامنځ ته شوی دی.
عیني شاهدان وايي، ځانمرګي برید کوونکي د لاریون والو په منځ کې ځان پورې تړلو توکو ته چاودنه ورکړې، چې ګڼه مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې.
دغه لاریون د مومندرې ولسوالۍ د د محلي پولیسو د قوماندان بلال باچا د لرې کولو په موخه د سیمې د خلکو له خوا په لار اچول شوی وو.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل وایي، د پېښې له ځایه تر اوسه ۲۰ ټپیان د غني خېلو او مومند درې روغتون ته وړل شوې او دا لړۍ لا هم روانه ده.
نوموړي و ویل، چې په دغه بېښه کې یو شمېر کسان وژل شوي هم دي، خو کره شمېره یې نه ده معلومه.
خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وايي، په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د خبر جزیات به وروسته په لیکه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په جلال آباد ښار او بهسودو ولسوالیو کې د دریو ښوونخیو مخې ته په چاودنو کې هم یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار