۰
رویټرز:

طالبان له امریکا سره دویم پړاو خبرو ته چمتوالی نیسي

سی شنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۴
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې وسله وال طالبان له امریکا سره د دویم پراو خبرو له پاره په چمتوالي بوخت دي.
طالبان له امریکا سره دویم پړاو خبرو ته چمتوالی نیسي
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې وسله وال طالبان له امریکا سره د دویم پراو خبرو له پاره په چمتوالي بوخت دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد آژانس دغه راپور د طالبانو د دوه رسمي چارواکو له قوله ورکړی او ویلي، چې طالبان د دغه خبرو له پاره یو پلاوی ټاکي.

سرچینې زیاته کړې، چې طالب مشرانو له امریکا سره د خبرو اترو لپاره پر درې یا څلور کسیزې کمیټې بحث کړی دی.

په دغه غونډه کې به د طالب زندانیانو پر خوشي کېدو خبرې کېږي او د بندیانو یو لیست به ورته سپارل کېږي.

اټکل کېږي، چې د طالبانو له اړخه به په راتلونکې ناسته کې د یادې ډلې د پلاوي مشري شیر محمد عباس ستانکزی کوي.

باید و ویل شي، چې امریکايي چارواکو او طالب استازو نېږدې دوه میاشت وړاندې هم په قطر کې سره لیدلي او په یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.

هغه مهال رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت مرستیال آلیس ویلز کوله.

امریکايي چارواکو هم د دغه خبرو تایید کړی وو او ویلي وو، چې دا خبرې له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو د زمینې برابرولو په موخه تر سره شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي