۰

ننګرهار کې د ښوونځیو مخې ته چاودنو یو ماشوم وژلی

سی شنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۶
په ننګرهار ولایت کې د دریو ښوونځیو مخې ته پرلپسې چاودنې شوې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې د ښوونځیو مخې ته چاودنو یو ماشوم وژلی
په ننګرهار ولایت کې د دریو ښوونځیو مخې ته پرلپسې چاودنې شوې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې نن سه شنبې د وږي ۲۰ مه سهار په جلال آباد ښار او بهسودو ولسوالس کې رامنځ ته شوې، چې دوه چاودنې د نجونو د دوو ښوونخیو مخې او یوه بله یې هم د هلکانو د یوه ښوونځي مخې ته شوې ده.

د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري وايي لومړی چاودنه جلال آباد ښار کې د بي بي حوا لېسې ته څېرمه د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې چاودنه کې د لېسې یو ملازم ټپي شوی دی.

هغه وايي دوه نورې چاودنې د بهسودو ولسوالۍ بلند غر سیمه کې د ملکه حمیرا د نجونو او محمدي صاحبزاده د هلکانو ښوونځيو ته څېرمه شوې دي.

دی زیاتوي، چې په دغه دوه چاودنو کې یو ۱۴ لکن هلک وژل شوی او څلور نور عام وګړي ټپیان شوي دي.

خو د سیمې اوسېدونکی وايي، چاودنې د ښوونځیو مخې ته شوې او په ټپیانو کې دوه تنه زدکوونکي هم شامل دي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي