امریکا یو ځل بیا له پاکستانه په کلکه غوښتنه کړې، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو او وسله والو ډلو پر وړاندې عملي اقدامات تر سره کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز، چې د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو څرنګوالی د ترهګرۍ ضد مبارزې پورې اړوند دی.
آلیس ویلز چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ځانګړې استازې ده ټینګار کړي، چې پاکستان باید د ترهګرو پر ضد عملي ګامونه اوچت کړي.
نوموړي زیاته کړې، پاکستان باید د هغو ډلو مخه ونیسي چې په افغانستان کې بریدونه کوي او دغه راز د افغان سولې او روان کړکېچ په حل کې مرسته وکړي.
د هغې په وینا د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې په همدې پورې تړاو لري، چې پاکستان څومره رښتینی دی او د ترهګرۍ پر ضد څومره عملي اقدامات ترسره کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز زیاته کړې، چې د پمپیو وروستی سفر هم په همدې موخه و او امریکا غوښتل د پاکستان نوي حکومت ته خپل پیغام ورسوي.
جمهورخبري آژانس:کابل