۰

دفاع وزارت: بغلان او وردګو کې مو ۱۰۰ طالبان وژلي دي

سی شنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۶
ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ په بغلان او میدان وردګو ولایتونو کې د طالبانو پر پټنځایونو درنه بمباري کړې او لسګونه طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دفاع وزارت: بغلان او وردګو کې مو ۱۰۰ طالبان وژلي دي
ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ په بغلان او میدان وردګو ولایتونو کې د طالبانو پر پټنځایونو درنه بمباري کړې او لسګونه طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ملي دفاع وزارته نن سه شنبې د وږي ۲۰ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان هوايي ځواک تېره ورځ د وردګو په دایمیردادو او د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو پر پټځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې په دایمیردادو کې د هوايي برید پر مهال ۴۲ وسله وال طالبان وژل شوي او په مرکزي بغلان کې بیا ۵۲ طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت د میدان وردګو په دایمیردادو کې پر داسې مهال د ۴۲ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې وړمه ورځ طالبانو پر دغه ولسوالۍ برید وکړ، چې د ولایتي چارواکو په وینا ولسوالۍ سقوط او د امنیه قوماندان په ګډون ۱۰ سرتېري په کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې په دې جګړه کې ۵۲ طالبان وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي