۰

کندهار کې چاودنې څلور پولیس ټپیان کړل

سی شنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۳
کندهار ولایت کې د پولیسو د تلاشۍ پر پوسته چاودنه شوې، چې له امله یې څلور پولیس ټپیان شوي دي.
کندهار کې چاودنې څلور پولیس ټپیان کړل
کندهار ولایت کې د پولیسو د تلاشۍ پر پوسته چاودنه شوې، چې له امله یې څلور پولیس ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د وږي ۲۰ مه سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې د کندهار ښار د څوارلسمې امنیتي حوزې اړوند د حضرت جي بابا په سیمه کې سیال روغتون ته څېرمه د پولیسو د تلاشۍ پر پوسته شوې ده.

سرچینې وايي، پولیسو په دغه سیمه کې تلاشي کوله، چې چاودنه پرې شوې، خو تر اوسه یې نوعیت نه دی معلوم شوی.

د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزيزي د پېښې د پخلي تر څنګ وايي، په چاودنه کې دوه پولیس ټپیان شوي، خو ځینې امنیتي سرچینې زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې څلور پولیس ټپیان شوي، چې دوه یې سطحي ټپیان وو.

ټپي پولیس د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي