۰
د هلمند والي:

نور به په دې ولایت کې کلداره نه چلېږي

سی شنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۲
د هلمند والي یاسین خان په دغه ولایت کې د پاکستانۍ کلدارې پر چلښت کلک بندیز لګولی او وایي، که له دې وروسته چا وکاروله، قانونيچلند به ورسره وکړي.
نور به په دې ولایت کې کلداره نه چلېږي
د هلمند والي یاسین خان په دغه ولایت کې د پاکستانۍ کلدارې پر چلښت کلک بندیز لګولی او وایي، که له دې وروسته چا وکاروله، قانونيچلند به ورسره وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخي والي له تېرو دریو ورځو د (وږي له ۱۷ مې) په دغه ولایت کې د کلدارو د بندولو کمپاین پیل کړی دی.

هغه له ټولو سوداګرو، هټۍ والو، د دولتي ادارو له کارکوونکو او په ټول کې له عام ولس څخه جدي غوښتنه کړې، چې نور پر کلدارو راکړه ورکړه ودروي.

د هلمند والي وایي، افغانۍ د افغانانو ملي هویت او ارزښت دی، چې ساتل یې د هر افغان هېوادنۍ دنده ده او باید د نورو هېوادونو د کرنسۍ پر ځای د خپل هېواد له پیسو په کاروبار کې ګټه واخستل شي.

ښاغلي یاسین خان خبرداری ورکړ او ویې ویل که یو ځل چا له دغه امر څخه سرغړونه وکړه، نو نغدي جریمه به شي خو که یې دوهم ځل دا کار وکړ، نو عدلي او قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي.

سلګونو سوداګرو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو، مدني ټولنو، ځوانانو او په ټول کې د هلمند ولس د والي د دغه پرېکړې ملاتړ کړی دی.

دوی وايي، د پاکستانیو کلدارو د مخنیوي په اړه به کمپاینونه ترسره کړي تر څو پدغه ولایت کې په افغانيو باندي راکړې ورکړې رایج شي.

له پکتیا او ننګرهار وروسته هلمند درېیم ولایت دی، چې په کې د پاکستاني کلدارو په چلښت بندیز لګول کېږي.

تر دې وړاندې د پکتیا والي شمیم کټوازي او د ننګرهار والي حیات الله حیات په ننګرهار او پکتیا کې د کلدراو په چلښت کلک بندیزونه لګولي دي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي