د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلونو لوبډله هند ته ولاړه

19 سنبله 1397 ساعت 15:37

د افغانستان د ۱۹ کلونو کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو ته د چمتوالي په موخه هند ته ولاړه.


د افغانستان د ۱۹ کلونو کرکټ ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو ته د چمتوالي په موخه هند ته ولاړه.
 
د افغانستان کرکټ‌ بورډ وايي‌ دا لوبډله په دې وروستیو کې د افغانستان د ځينو بېلابېلو سیمو، کلپونو او لوبډلو څخه غوره کړل شوې ده.

د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، په لوبډله کې ټول ۱۸ لوبغاړي دي، چې درې په کې احتیاطي لوبغاړي شامل دي او د اړتیا په وخت به له لوبډلې سره یو ځای کېږي.

لوبډله به لومړی پنځه ورځنی تمریناتي کمپ کوي بیا به له نیپال، هندوستان او د هندوستان NCA له ۱۹ کلنو لوبډلې سره تمریناتي لوبې وکړي.

له تمریناتي لوبو او تمریناتو وروسته به به دغه لوبډله په ۲۵ نېټه بنګله دیش ته سفر کوي چېد ۱۹ کلنو په په اسيايي سياليو کې ولوبیږي.

لومړۍ لوبه یې د سپټمبر په ۲۹ نېټه د اماراتو، دویمه لوبه یې د اکټوبر په لومړۍ نېټه د نيپال او درېیمه لوبه د هندوستان سره دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108138

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108138/

جمهور
  https://www.jomhornews.com