سیمه ییز چارواکي وايي، کندوز او سمنګان ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو پر مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې طالبانو تېره شپه ( د وږي ۱۸ مه) د کندور ولایت په دشت ارچي او د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالیو کې پر امنیتي پوستونو بریدونه کړي دي.
د کندوز د دشت ارچي ولسوالي یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي، چې د یادې ولسوالۍ د بازار په امنیتي پوستو د طالبانو په برید کې ۱۸ افغان سرتېري وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني په دشت ارچي ولسوالۍ کې د پولیسو پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو برید تاییدوي مګر د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.
هغه وايي چې جګړه سهار پای ته رسیدلی خو په تیرو اوه ساعتونو کې دوي ته د خپلو سرتیرو د مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه دي رسیدلي.
په ورته وخت کې د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي ویلي، چې طالبانو تېره شپه د دره صوف ولسوالۍ د زیرکي کلي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو په برید کې ۱۴ سیمه ییز پولیس او ولسي پاڅونکوونکي وژل شوي دي.
د هغه په وینا په دې جګړه کې څلور طالبان هم وژل شوي او دوه ټپیان شوي، چې په سیمه کې پاتې دي.
بل خوا د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال هاشم سروري ویلي، چې وسله والو طالبانو په دغه کلي کې یو شمیر کورونه سوزولي دي.
نوموړي زیاته کړې«محمد ابراهیم او الماس هغه قومندانان وو، چې د طالبانو د نفوذ او برید مخه یې نیولې وه، د دوی په منځ کې یو کس وو، چې دوی یې بوخت کړي او طالبانو ته یې د برید زمینه برابره کړې. طالبانو د خلکو کورونه ته اور ورته کړی او په دې پېښه کې اولس تنه وژل شوي هم دي.»
د سیمې اوسیدونکي وايي، وسله والو طالبانو د دره صوف ولسوالۍ د کانونو د کنترول لپاره په دې وروستیو کې په دغې ولسوالۍ خپل بریدونه زیات کړي دي.
طالبانو تر اوسه د کندوز او سمنګانو د جګړو په اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې له پرون راهیسې، د میدان وردګو په دایمیرداد ، د جوزجان په خماب ، د کندوز په دشت ارچي، د بادغیس په بالامرغاب، د سمنګان په دره صوف ولسوالیو او سرپل ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ خونړۍ جګړې شوې دي، چې ځینې لا هم روانې دي.
جمهور خبري آژانس: شمال