۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي کابل ته راځي

دوشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۵
پاکستاني چارواکي وايي، ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د خپل افغان سیال په بلنه کابل ته ولاړ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي کابل ته راځي
پاکستاني چارواکي وايي، ټاکل شوې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د خپل افغان سیال په بلنه کابل ته ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دې نیوز ورځپاڼې د پاکستان چارواکو له قوله ویلي، چې قریشي به د دغه سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر ښاغلي غني او نورو چارواکو سره وګوري.

ورځپاڼې دا هم ویلي، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به د محمود قریشي په خوله ولسمشر غني ته د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړي.

که څه هم کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د سفر کره نېټه نه ده معلومه شوې، خو څو ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني خپل پاکستاني سیال محمود قریشي ته د ټلېفوني اړیکې پرمهال کابل ته د سفر بلنه ورکړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي