د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت پر دایمیردادو ولسوالۍ د طالبانو برید په شاه تمبول شوی او لسګونو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لسګونو وسله والو طالبانو د تېرې یکشنبې په شپه (د وږي ۱۷مه) د میدان وردګو ولایت په دایمیردادو ولسوالۍ ډلییز برید وکړو چې جګړې تر پرون سهار پورې دوام درلود.
د یاد ولایت چارواکي وايي، د طالبانو په دغه برید کې د ولسوالۍ د امنیه قوماندان سید یونس حسیني په ګډون ۱۰ افغان سرتېري وژل شوي دي.
خو سیمې ته د تازه دمه امنیتي ځواکونو په رسېدو سره پر طالبانو برید پیل شوی، چې درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې او له ولسوالۍ پر شاه تمبول شوي دي.
د میدان وردګو ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شاوخوا ۳۵۰ طالبانو پر ولسوالۍ برید کړی و، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپل ټوېټر پر دایمیردادو ولسوالۍ د برید پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه ولسوالي یې په بشپړه توګه نیولې ده.
مجاهد زیاته کړې، چې په دغه برید کې یې د امنیه قوماندان په ګډون ګنو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او په زیات شمېر وسلې او مهمات یې نیولي دي.
جمهورخبري آژانس: میدان وردګ