۰

ملګرو ملتونو له مصر نه وغوښتل، چې ډلیز اعدامونه ودروي

دوشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۱
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان عالي کمیشنرې میشیل باشله، د مصر له استناف محکمې وغوښتل چې ډلییز ییزو اعدامونو ودروي.
ملګرو ملتونو له مصر نه وغوښتل، چې ډلیز اعدامونه ودروي
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان عالي کمیشنرې میشیل باشله، د مصر له استناف محکمې وغوښتل چې ډلییز ییزو اعدامونو ودروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن باشله پرون یکشنبې د وږي ۱۸ مه د مصر د ٢٠١٣ کال د مظاهره کوونکو د ډله ییز اعدام حکم چې د شنبې په ورځ د مصر د یوې محکمې له لورې وشو غیر عادلانه وگاڼه.

نوموړې له مصره غوښتنه وکړه، چې د ډلیزو اعدامونو احکام فسخه کړي ځکه د دې په وینا که دغه حکم پلی شي د مصر د قضایي سیستم ناکامي به انځور کړي.

مېرمن باشله دغه راز د مصر په یو قانون انتقاد وکړ چې د مصر د پوځ لوړپوړي منصبداران یې په راتلونکې کې د قضایي تعقیب نه مصون گڼلي دي.

باید و ویل شي، چې د مصر یوې محکمې د شنبې په ورځ د مصر د لوړپوړو اسلامپالو عصام ال اریان او محمد بلتاجی په گډون د ٧٥ کسانو ته د مرگ سزا واوروله.

ددغو کسانو پر وړاندې د محکمې حکم د ٢٠١٣ کال د قاهرې په مظاهرو کې د گډون په خاطر صادر شوی دی په کومو اعتراضونو کې چې د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې لږ تر لږه ٦٠٠ کسان وژل شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي