د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان عالي کمیشنرې میشیل باشله، د مصر له استناف محکمې وغوښتل چې ډلییز ییزو اعدامونو ودروي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن باشله پرون یکشنبې د وږي ۱۸ مه د مصر د ٢٠١٣ کال د مظاهره کوونکو د ډله ییز اعدام حکم چې د شنبې په ورځ د مصر د یوې محکمې له لورې وشو غیر عادلانه وگاڼه.
نوموړې له مصره غوښتنه وکړه، چې د ډلیزو اعدامونو احکام فسخه کړي ځکه د دې په وینا که دغه حکم پلی شي د مصر د قضایي سیستم ناکامي به انځور کړي.
مېرمن باشله دغه راز د مصر په یو قانون انتقاد وکړ چې د مصر د پوځ لوړپوړي منصبداران یې په راتلونکې کې د قضایي تعقیب نه مصون گڼلي دي.
باید و ویل شي، چې د مصر یوې محکمې د شنبې په ورځ د مصر د لوړپوړو اسلامپالو عصام ال اریان او محمد بلتاجی په گډون د ٧٥ کسانو ته د مرگ سزا واوروله.
ددغو کسانو پر وړاندې د محکمې حکم د ٢٠١٣ کال د قاهرې په مظاهرو کې د گډون په خاطر صادر شوی دی په کومو اعتراضونو کې چې د امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې لږ تر لږه ٦٠٠ کسان وژل شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل