۰

پاریس کې یو کس ۷ تنه په چاکو ټپیان کړي دي

دوشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۵
راپورونه وايي، د فرانسې پلازمېنه پاریس کې یو کس ۷ تنه په چاکو وهلي او ټپیان کړي یې دي.
پاریس کې یو کس ۷ تنه په چاکو ټپیان کړي دي
راپورونه وايي، د فرانسې پلازمېنه پاریس کې یو کس ۷ تنه په چاکو وهلي او ټپیان کړي یې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاریس پولیسو ویلي، دغه پېښه د شپې شاوخوا ۱۱ بجې د پاريس «کې د له لووا» سيمه کې شوې ده.

پولیسو ویلي، په برید کې ۷ تنه ټپیان شوي، چې د څلورو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

په ورته وخت کې ځايي رسنیو ویلي، چې برید کوونکی افغان دی او اوس د پولیسو له خوا نیول شوی او تر پلټنو لاندې دی.

دغه بریدګر یوې سینما ته نېږدې لومړی پر دریو کسانو برید کړی او وروسته یې څلور نور کسان هم ټپیان کړي دي، چې دوه یې برېتانوي سیلانیان دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي