۰

افغانستان کې د استراليايي ځواکونو د جنګي جنایتونو څېړنه پيل شوې

دوشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۹
استرالیا وايي، په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو د جنګي جنایتونو څېړل پیل کړي او د د څېړنو پایلې به د روان کال تر پایه روښانه کړل شي.
افغانستان کې د استراليايي ځواکونو د جنګي جنایتونو څېړنه پيل شوې
استرالیا وايي، په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو د جنګي جنایتونو څېړل پیل کړي او د د څېړنو پایلې به د روان کال تر پایه روښانه کړل شي.

د جمهور خبري آژانس د له مخې استرالیا دغه خبر پر داسې مهال ورکوي، چې څه موده مخې د دغه هېواد د سترې محکمې یوه چارواکي کاناډا ته سفر کړی او هلته یې د کاناډايي سرتېرو په اړه د دغه هېواد د تحقیقاتو دوسیې کتلې دي.

استرالیا وايي دوی غواړي په همدې توګه د هغو استرالیايي ځواکونو دوسیې او قضیې تر څېړنې لاندې ونیسي چې په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال په جنګي جرمونو تورن شوي دي.

څه موده وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې استراليايي ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

په راپورونو کې استرالیايي ځواکونه د عام خلکو په ځورولو، بې ګناه وګړو په وژلو، له زندانیانو سره په ناسم چلند او د جګړې قوانین په سرغړونې تورن شوي وو.

استرالیایی حکومت هم دغه تورونه مني خو وايي، د تورونو شمېر محدودی دی او ټول هغه سرتېري به محاکمه شي چې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو تورن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي