سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې انسان تښتونکو چې د یوه کس د تښتولو هڅه یې کوله د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخ شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، دغه پېښه پرون شنبې د وږي ۱۷ مه ماښام د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړې په یاده ولسوالۍ کې انسان تښتوونکو هڅه کوله د سیمې یو وګړۍ وتښتوي خو هغوی خپل هدف ته نه دي رسېدلي او د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخ شوي دي.
خوږیاڼی وايي، انسان تښتونکو د خلکو سره د مقاومت پر مهال ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې دوه عام وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د والي ویاند زیاتوي، د انسان تښتوونکو د شمېر په اړه معلومات نشته، خو سیمې ته د پولیسو تر رسېدو وړاندې په تېښته بریالي شوي دي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار