۰

ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ته د برېښنا او ګازو صادرات ډېروي

یکشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۰
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف په دغه هېواد کې د حرارتي برېښنا د تولید د یوه لوی مرکز په پرانستلو سره وايي، هېواد به یې افغانستان او پاکستان ته د برېښنا او ګازو صادرات ډېر کړي.
ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ته د برېښنا او ګازو صادرات ډېروي
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف په دغه هېواد کې د حرارتي برېښنا د تولید د یوه لوی مرکز په پرانستلو سره وايي، هېواد به یې افغانستان او پاکستان ته د برېښنا او ګازو صادرات ډېر کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف پرون شنبې د وږي ۱۷ مه په خپل هېواد کې د حرارتي برېښنا د تولید تر ټولو لوی مرکز پرانسته وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې ترکمنستان کې د ورته سترو فابریکو په جوړېدو سره د برېښنا او ګاز تولید ډېرېږي، چې له مخې یې ګاونډیو هېوادونو ته صادرات هم لوړېږي.

د ترکمنستان له دغه برېښنایي فابریکې څخه به د کال ۳ ملیون کیلوواټ ساعت برېښنا صادره کړي، چې د دغه هېواد د ولسمشر په خبره د صادراتو له لوړېدو سره به په مصرفوونکو هېوادونو کې د توکو بیې هم ټيټې شي.

باید و ویل شي، دا برښنا کوټ، چې ګاز په برښنا بدلوي د ترکمنستان مروې ښار ته نېږدې د یو ملیارد او ۲ سوه میلیون ډالره په لګښت جوړ شوی دی.
 
 جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي