راپورونه وايي، د کورنیو چارو وزارت د کابل ولایت څلور لوړ پوړي امنیتي مشران له دندو لرې کړي او پر ځای یې نوي کسان ګمارلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل امنیه قوماندان جنرال داوود امین، د کابل د ملي امنیت رییس جنرال محمد شفیع او د ۱۱۱ مې فرقې قوماندان جنرال جماالدین سعید هغه کسان دې چې له دندو لرې کړای شوي دي.
راپورونه وايي، د کابل د امنیه قوماندان جنرال داوود امین پر ځای سید محمد روشندل د کابل د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.
ویل کېږي، روشندل وړاندې تر دې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو قوماندان او د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معنیت د رییس ارکان په توګه دندې تر سره کړي دي.
تر اوسه دا خبر رسمي سرچینو نه دی تایید کړی او نه هم د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل