۰

د امریکا دفاع وزیر کابل ته راغلی دی

چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۴
راپورونه وايي، د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی او د ولسمشر غني په ګډون به له افغان چارواکو سره وګوري.
د امریکا دفاع وزیر کابل ته راغلی دی
راپورونه وايي، د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز متیس په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی او د ولسمشر غني په ګډون به له افغان چارواکو سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې ښاغلي متیس نن چهارشنبې د وږي ۱۴ مه ماسپښین مهال بګرام ښکته او هلته یې له خپلو سرتېرو سره لیدلي دي.

ویل کېږي، چې متیس به تر دې وروسته له افغان ولسمشر او ځینو نورو حکومتي چارواکو سره وګوري او پر یو لړ مسایلو به ورسره خبرې اترې وکړي.

که څه هم تر اوسه نه ده معلومه، چې متیس به له افغان چارواکو سره پر کوم موضوعاتو خبرې وکړي، خو ښايي، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د افغانستان پر سولې او په ټوله کې د سیمې د روان وضعیت په اړه له افغان چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

متیس پر داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې همدا نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د امریکا د پوځ مشر جنرال جوزف ډانفورډ اسلام آباد ته رسېدلي دي.

امریکايي رسنۍ وايي، دغه امریکايي چارواکي به د پاکستاني چارواکو په ځانګړي ډول له نوي لومړي وزیر عمران خان او د پوخ له مشر جنرال باجوه سره د ترهګرۍ سره پر مبارزې او افغان سولې په اړه جدي خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوې، چې کابل ته د متیس او اسلام آباد ته د پمپیو او جنرال ډانفورډ تر سفر وروسته درې واړه امریکايي چارواکي هند ته ولاړ شي او د هند له بهرنیو چارو وزیر سوشما سوراج او د دغه هېواد له دفاع وزیر سره پر یو لړ مسایلو خبرې اترې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي