پنټاګون د افغان هوايي ځواک د تجهیز له پاره د ۱،۸ میلیارد ډالرو قرار داد منظور کړ

14 سنبله 1397 ساعت 15:40

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، هڅه کوي، چې تر ۲۰۲۳ میلادي کابل پورې د افغان هوایي ځواکونو شمېر ۳برابره ډېره کړي.


د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، هڅه کوي، چې تر ۲۰۲۳  میلادي کابل پورې د افغان هوایي ځواکونو شمېر  ۳برابره ډېره کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د همدې موخې له پاره یې د ۱،۸ میلیارد ډالرو قرار داد منظور کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان هوایي ځواکونو لپاره د A-29 ډوله الوتکو د پېرلو او د اړتیا وړ تجهیزاتو برابرلو په موخه د ۱ میلیارد او ۸۰۸ میلیون ډالرو په ارزښت نوی قرارداد منظور شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه قرار داد سییرا نیویدا شرکت ته ورکړل شویو چې چارې به د ۲۰۲۴ میلادي کال د ډسمبر میاشتې تر ۳۱ مې نیټې پورې بشپړې شي.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکو هم ویلي، چې د افغان هوایي ځواکونو جوړښت به تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې لا پراخ شي او د نورو تجهیزاتو تر څنګ به یې شمېر هم درې برابرو ته لوړ کړل شي.

باید و ویل شي، چې افغان حکومت او متحدینو یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې تر پخوا ډېرې ګړندۍ کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107995

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107995/

جمهور
  https://www.jomhornews.com