۰

کابل کې د حقاني شبکې ۱۱ کسیزه ډله نیول شوې ده

چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۳
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دغه ادارې ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د حقاني شبکې ۱۱ کسیزه ډله نیولې ده.
کابل کې د حقاني شبکې ۱۱ کسیزه ډله نیول شوې ده
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دغه ادارې ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د حقاني شبکې ۱۱ کسیزه ډله نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاسته نن چهارشنبې د وږي ۱۴ مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حقاني شبکې دغه غړي د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې ترهګریز فعالیتونه درلودل.

که څه هم ملي امنیت د دغه کسانو د نیولو کېدو د دقیق وخت او ځای په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده، چې دغه وسله والو د کابل په پنځمه، دوولسمه ناحیو او دغه راز په بګرامیو او پغمان ولسوالیو کې فعالیتونه درلودل.

په خبرپاڼه کې راغلي، نیول شویو کسانو په دغه سیمو کې د ماین اېښودلو، د قومي مشرانو او دغه راز د دولتي کارکوونکو په ترور او غلچکي بریدونو کې لاس درلود.

خبرپانه وايي، دغه کسان له یو میل کلاشنکوف، یو میل بې غږه میکاروف تومانچې، درې کړۍ ماینونو، ۳۰۰ کیلوګرامه چاوېدونکو توکو او یو عراد موټر سایکل سره یو ځای باالفعل د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

ملي امنیت پر داسې مهال د دغه وسله والو د نیولو کېدو خبر ورکوي، چې په دې وروستیو کې په کابل کې غلچکي بریدونه او نورو امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي