۰

زلمي خلیلزاد د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو

چهارشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۹
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغان الاصله امریکایی زلمی خلیلزاد د افغانستان له پاره د ځانګړي استازي په توګه وټاکه.
زلمي خلیلزاد د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړی استازی وټاکل شو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغان الاصله امریکایی زلمی خلیلزاد د افغانستان له پاره د ځانګړي استازي په توګه وټاکه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اعلان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون سه شنبې د وږي ۱۳ مه پاکستان ته د سفر پر لاره وکړ.

پامپییو ورسره تلوونکو خبریالانو ته په خبرو کې و ویل، چې زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص سلاکار وټاکل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې ښاغلی خلیلزاد به د افغانستان د سولې او پخلاینې په چارو کې له دوی سره همکاري وکړي.

پومپیو وویل، ښاغلی خلیلزاد به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته ورشي او دا ټول مسایل به مخته یوسي.

زلمی خلیلزاد په خټه افغان او په امریکا کې هم یو با نفوذه سیاستوال ګڼل کېږي او وخت نا وخت د افغانستان پر ګاونډیو په ځانګړي ډول پر پاکستان د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د نه کولو له کبله انتقادونه کوي.

خلیلزاد داسې وخت تعین شو چې د امریکا حکومت په پاکستان باندې د درې سوه میلیونه ډالرو مرسته لغوه کړې ده او علت یې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان پاتې والی ښودل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي