۰

ولسمشرغني او عبدالله د بهرنیو ځواکونو له نوي قوماندان سره وکتل

دوشنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۹
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له نوي عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره وکتل.
ولسمشرغني او عبدالله د بهرنیو ځواکونو له نوي قوماندان سره وکتل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له نوي عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره وکتل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېلر پرون یکشنبې د وږي ۱۱ مه د جنرال جان نېکولسن پر ځای په رسمي توګه په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو قوماندان وټاکل شو.

نوموړی ماښام ارګ او سپېدار ماڼیو ته ورغلو او افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله ورسره پر یو لړ مسایلو خبرې وکړې.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لومړیتوبونو او همدارنګه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د سټراټيژۍ او د هغې د مثبتو نتایجو په اړه بحث او خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال میلر په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې په خپل نوي موقف او دنده کې به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پياوړتیا لپاره هڅې وکړي.

بل خوا مېلر له عبدالله سره هم په خبرو کې ټینګار کړی، چې امریکا او ناټو د افغان ځواکونو پیاوړتیا، مرستې او همکاریو ته ژمن دي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یې څنګ ته ولاړ دي.

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د امنیت او سولې له پاره به تر خپل توان پورې هڅه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي