ملي امنیت شورا به د غزني د امنیت په اړه بېړنۍ غونډه وکړي

8 سنبله 1397 ساعت 8:59

د غزني ولايت يو شمېر اوسېدونکو د ملي امنيت له سلاکار سره د دغه ولايت د امنيت په اړه خپلې اندېښنې او ستونزې شريکې کړې.


د غزني ولايت يو شمېر اوسېدونکو د ملي امنيت له سلاکار سره د دغه ولايت د امنيت په اړه خپلې اندېښنې او ستونزې شريکې کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنيت شورا وياند قادرشاه ویلي، د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب پرون چهارشبنې د وږي ۷ مه د غزني ولایت له یو شمېر اوسېدونکو سره ولیدل او له هغوی یې د یاد ولایت د وروستي حالت په اړه معلومات واخیستل.

نوموړي زیاته کړې، چې په ناسته کې د غزني پخواني والي کریم متین ویلي، چې د غزني ولایت قومي مشران، ځوانان او ټول عام ولس له نظامه ملاتړ کوي له دې امله یې په داسې یوه جامع طرحه کار پیل کړی، چې د غزني او نورو ورڅېرمه ولایتونو د امنیت د تامین او ثبات په ټينګښت کې به اساسي مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب ویلي، چې د افغانستان خلکو تل له خپلې خاورې دفاع کړې او په دې لاره کي یي بي شمېره قربانۍ د تاریخ برخه ده.

نوموړي د غزني ولایت له اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به د غزني ولایت د امنیتي حالت د څېړنې په موخه ځانګړې ناسته را را وبولي او حل لارې به د افغان حکومت رهبرۍ او د ملي امنیت شورا له غړو سره شریکې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107784

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107784/

جمهور
  https://www.jomhornews.com