ترکي چارواکي وايي، له روسیې څخه د اس ۴۰۰ سېستم اخستل د ترکیې یوه اړتیا ده او په دې برخه کې به د امریکا غوښتنو او بندیزونو ته ونه ګوري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو کړې او ویلي یې دي، چې له روسیې څخه د اس ۴۰۰ دفاعي سېستم پېرل یو انتخاب نه بلکي یوه اړتیا ده.
د هغه په وینا ترکیه مجبوره نه ده مچې د امریکا نا عادلانه پرېکړې پر نورو هېوادونو هم تطبیق کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر امریکا او اروپایي ټولنې ته په اشارې سره ویلي، ترکیې له روسیې سره خپله ملګرتیا د نورو هېوادونو او سازمانونو په غوښتنه نه شي خرابولی بلکې دغه هېواد په خپل بهرني سیاست کې خپلواک دی.
جمهورخبري آژانس:کابل