۰

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چاپېدونکو رای پاڼو شمېر اعلان کړ

سی شنبه ۶ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۶
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له پاره د چاپېدونکو رای پاڼو د چاپ شمېره اعلان کړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چاپېدونکو رای پاڼو شمېر اعلان کړ
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له پاره د چاپېدونکو رای پاڼو د چاپ شمېره اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن سه شبنې د وږي ۶ مه په یوه خبري غونډه کې و ویل، چې د راتلونکو ټاکنو له پاره ۹ میلیونه او ۷۴ زره رایه ورکوونکو نوم لیکنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د نوم لیکونو د شمېر او دغه راز د هر ډول ضایعات په پام کې نیولو سره کمېسیون پرېکړه کړې، چې ۹.۹ میلیونه ۳۴ زره او ۱۱۴ رای پاڼې چاپ کړي.

د صیاد په خبره دغه پاڼې به د نړیوالو ډونرانو په مالي مرسته د هېواد څخه بهر او وروسته هېواد ته راوړل شي او د ټاکنو مرکزونو ته ورسول شي.

نوموړي زیاته کړه، چې له غزني پرته د هېواد په کچه ۳۵ ټاکنیزې حوزې دي، چې ۳۳ یې ولایتي، یوه یې د کوچیانو او یوه هم د هندوانو او سکانو حوزه ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس زیاته کړه، چې هر ټاکنیزې حوزې ته به د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې سره سم د ضایعاتو په پام کې نیولو سره پاڼې ولېږي.

هغه وايي، له دې کار څخه یې یو هدف دا دی، چې د درغلی مخه ونیسي، ځکه د ده په وینا په تېرو ټاکنو کې نېږدې ۲۱ میلیونه پاڼې چاپ شوې وې، چې درغلۍ ته یې زمینه برابره کړې وه.

ښاغلي صیاد ټینګار وکړ، چې ټاکنې به په خپل وخت چې د راتلونکې تلې میاشتې ۲۸ مه نېټه ده تر سره کېږي، خو ټولو نوماندانو ته یې خبردارۍ ورکړ، چې له وخت وړاندې د کمپاین کولو څخه جدي ډډه وکړي که نه قانوني چلند به ورسره وشي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون و ویل، چې هېچا ته به اجاز ورنکړي، چې د کمېسیون په چارو کې لاس وهنه وکړي او په وینا یې که چا هڅه وکړه، نو دا موضوع به د رسنیو له لارې د ولس سره شریکه کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي